صفحه نخست / اخبار و رویدادها / هوايي سوداګریز دهلیزونه: پرمختګ که مجبوریت؟

هوايي سوداګریز دهلیزونه: پرمختګ که مجبوریت؟

مشتاق رحیم

دا چې افغانستان په وچه کې ایسار هیواد او د نامهربانه ګاونډیانو سره پروت هیواد دی، نو د افغانستان د سوداګرۍ مخې ته په ختیځ کې پاکستان سترې ستونزې جوړې کړي؛ په شمال او شمال لویدیځ کې د اساسي بېخ‌بنا د نه شتون له کبله د ځمکې له لارې سوادګري هم ځنډ او خنډ سره مخ ده. همدا راز په سیمه کې له یو شمیر ملګرو هیوادونو سره د ټرانزیټي تړونونو د نه شتون له کبله هم د افغانستان صادارات له سیمې څخه نړیوالو مارکیټونو ته د لاسرسي څخه پاتې دي. د یادو ستونزو له کبله د افغانستان ډیری توکي نړیوالو مارکیټونو ته له رسیدو پاتې دي او له همدې امله د افغانستان بازارونو ته دوامداره تاوان اوړي. بله خوا بیا د افغانستان ډیری توکي ګاونډي هیوادونه له افغان سوداګرو په ټیټه بیه اخلي او د خپل هیواد د تولید په توګه یې نړیوالو بازارونو ته وړاندې کوي.

داسې مهال چې د افغانستان حکومت د یو شمیر سوداګریزو او ټرانزیټي لارو د احیا لپاه هلې ځلې کوي چې په دې لړ کې د چابهار بندر او د لاجوردو سوداګریزه لارې د یادولو وړ دي، د افغانستان حکومت مجبور دې چې د سوداګرۍ د غواړوي لپاره په متبادلو لارو چارو فکر وکړي. په دې لړ کې د هوايي دهلیزونو د پرانستې لړۍ د مجبوریت په عالم کې یو ښه بدیل بلل کېدی شي. دا چې هوايي سوداګري د لیږد د مصرف له کبله ډیر قیمته تمامیږي نو حکومت مجبور دی چې سوداګرو ته د مصرف په پرې کولو کې اوږه (subsidy) ورکړي؛ یا په بل عبارت د حکومت له خزانې مالي مرسته ورکړي. همدا راز، د هوايي دهلیزونو له لارې یوازې کم وزنه او لوړ بیه توکي لیږدول کیدی شي، چې د سوداګرۍ له اړخه ګټه وکړي؛ نو ډیر کم داسې توکي لکه جلغوزي، زعفران، بادام او ورته نور توکي لیږدول کیدې شي. بله خوا، که سبسډي نه وي، کومه چې د نړیوالې ټولنې په مرسته ورکول کیږي، نو دا دهلیزونه به په ټپه ودریږي او سوداګري به مو پځواني حالت ته لاړه شي.

د افغانستان د سوداګرۍ دپاره اوس مهال سوداګریز دهلیزونه د مجبوریت بدیل او غنیمت دي. باید ستاینه او ملاتړ یې وشي. خو منځ مهال او اوږد مهال کې اړینه ده چې حکومت د سوداګرۍ د ځمکنیو لارو د پراخولو، د ټرانزیټي تړونونو د لاسلیکولو او  پرانستل شویو لارو کارولو لپاره هڅې وکړي، څو نړیوالو مارکیټونو ته د افغانستان د سوداګریزو توکو د رسیدو ارمان پوره شي.

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

http://www.20script.ir