صفحه نخست / جهان / آمریکا / د ټرمپ وروستۍ څرګندونې څه ثابتوي؟

د ټرمپ وروستۍ څرګندونې څه ثابتوي؟

ډاکټر ځیرک یوسفي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ۲۰۱۹ کال د کابینې په لومړۍ غونډه کې وویل، افغانستان پخوانی شوروي په روسیه بدل کړ. د هغه اشاره پر افغانستان د ۱۹۷۹ او ۱۹۸۹ کلونو ترمنځ د پخواني شوروي یرغل ته وه، چې امریکا پکې د افغان مجاهدینو ملاتړ وکړ.ډونلډ ټرمپ پر افغانستان د دغه یرغل یادولو سره وویل، چې روسیې په افغان جګړه کې ماتې وخوړه. هغه زیاته کړه “رسیه پخوانی شوروي و، افغانستان په روسیه بدل کړ، ځکه هغوی افغان جګړه کې ډوپه شول”.

تبصره:

لومړی: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې جګړه خپله نه بلکې د اوباما او بوش ميراث ګڼي او نور حاضر نه دی چې د دغه ميراث د داوم لپاره ميلياردونه ډالر ولګوي. نوموړی هرڅه ته له اقتصادي زاويې، ځکه خو ټرمپ ټول هغه جنرالان چې په افغانستان کې يې د جګړې لپاره لابي کوله، له خپل ټيم څخه ليرې کړل. مک ماسټر، کيلي، فلين او ماتيس يې بېلګې دي.

دويم: له افغانستان او نورو هيوادونو څخه د امريکايي پوځيانو ايستل هغه څه دي چې ټرمپ کولای شي د راتلونکو ټاکنو لپاره ورڅخه ګټه واخلي- نو هغه به ډيره هڅه وکړي چې دا کار ترسره کړي. آيا امريکايي ايسټبليشمنټ به دې ته اجازه ورکړي که نه دا يوه مهمه پوښتنه ده، خو که ورباندې ډير فشار راغی ممکن د لګښتونو د راکمولو لپاره بلک واټر ته رجوع وکړي. د دې کار لپاره وار له مخه آن په سپينه ماڼۍ کې لابي شوې ده- کوشنر، د ټرمپ زوم هم د دغه ډول تصمصم طرفدار دی.

دريم: ټرمپ د سيمې له هيوادونو څخه هم ناراضه دی، آن پر هندوستان او نورو هيوادونو يې په خپلو خبرو کې ملنډې ووهلې، که دا جګړه دوام مومي نو کيدای شي د سيمې هيوادونه ورسره خپله همکاري نوره هم کمه کړي او حالات ورته نور هم ستونزمن شي، په دې سره به فشار نور هم زيات او د امريکايي ځواکونو د وتلو بهير به لا ګړندی کړل شي.

څلورم: له دا ډول څرګندونو څخه د سيمې هغه هيوادونه چې دلته د بهرني حضور مخالف دي، لکه چين، ايران، پاکستان، روسيه او داسې نور ډيره ښه ګټه پورته کولی شي. ځکه دا ډول څرګندونې امريکايي ستړتيا او ستومانتيا ښکاره کوي، نو د سسمې هيوادونه به د امريکايي ضد احساساتو په لا راپارولو سره نه يوازې سرخوږی جوړ کړي، بلکې د خپل ملاتړ پر مټ به د دوی ګټې په دقيقه توګه په نښه کړي.

د افغانستان لپاره درس او عبرت؟
لومړی، پر نورو د تل لپاره اتکاء يوه جدي تيروتنه ده او بايد افغانان نور له تاريخه درس واخلي. خپلو کې سره يو شي که نه نو افغانستان بيا د جګړې په ميدان بيا بدليدونکی دی.

دويم، که افغانان له هوښيارۍ کار واخلي، د سيمې د هيوادنو په لومه کې کښينوزي، ژر تر ژره د سولې له رامنځته شوي فرصت څخه کار واخلي، حکومتي چارواکي له خليلزاد سره رقابت يو خوا پريږدي او طالبان له انحصاري فکر څخه لاس په سر شي نو د برياليتوب امکان شته.

دريم: افغانان بايد په دې پوه شي چې که تر هرنامه لاندې جګړه کوي، له نورو مرستې ترلاسه کوي، پرته له ځانه بل هيچا ته تاوان نه رسوي، پرون يې قهرمانان بللئ نن مو هماغه خلک تروريستان يادوي، پرون يې ستا جهاد د پاکستان دفاع بلله، نن دې په سينه اغزن تار غځوي او د ويزې د اخيستلو لپاره يې په اونيو اونيو د سفارت مخې ته سرګردانه يې. پرون يې درته پوځ سرحد ته راوستلی و، چې بريد درباندې وکړي، نن دې تهران ته د خبرو لپاره غواړي او مرسته درسره کوي. پرون دې ورسره جهاد کاوه، وژلې يې مجبورولې يې او مهاجرت ته يې اړويستلې نن درته نړيوال کنفرانس جوړوي، چې خپله دښمني درباندې وپالي، ولې؟ ځکه دوی سره خپل غم دی نه ستا.

پايله دا شوه چې که له تاريخه يې زده نکړو، بيا بيا به راباندې حوادث تکراريږي او پرته له موږ به هيڅوک ګرم او ملامته نه وي.
جګړه ګټونکی نلري او سوله بايلونکی، بس په دغه فکر سره يو نوی فکر رامنځته کول پکار دي.

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

http://www.20script.ir