صفحه نخست / اخبار و رویدادها / د افغانستان له اقتصاده د ایران د زبېښاک نوی ډول

د افغانستان له اقتصاده د ایران د زبېښاک نوی ډول

 

ایران ته له افغانستانه د امریکايي ډالرو د قاچاقېدو له رپوټونو وروسته، افغان حکومت ویلي، دا کار یې د هېواد اقتصاد زیانمنوي. که څه هم د دغو پیسو کره اندازه مالومه نه ده، خو رپوټونه وايي، چې هره ورځ شاوخوا درې میلیونه ډالر ایران ته وړل کېږي، چې د افغانۍ د ارزښت د لوېدو یو لامل ګڼل کېږي.

له هغه وروسته چې امریکا له ایران سره اټومي تړون لغو کړ، دغه هېواد له مالي ستونزو سره مخ شوی، هلته بهرنۍ پیسې کمې شوې او غواړي بهرني اسعار په ځانګړي ډول امريکايي ډالر ولري.

د افغانستان دغه لویدیځ ګاونډی د ډالرو په زور د خپل مخ پر ځوړ مالي حالت د سمولو په هڅه کوي. د افغانستان چارواکي وايي، په داسې وخت کې پر پوله وراوښتوونکي سلګونه افغانان دا اړتیا ښه پوره کولای شي او ځينې په دې برخه کې له شته قانونه ناوړه ګټه اخلي.

د افغانستان بانک يوې نړيوالې رسنۍ ته منلې، له دغه هېواده ایران ته امريکايي ډالر قاچاقېږي، چې دا د افغانستان پر اقتصاد ناوړه اغېز پرېباسي.

د افغانستان په لویدیځ ولايت هرات کې د صرافانو مشر دغې رسنۍ ته ویلي چې “هره ورځ له زرو تر دوو زرو کسان ایران ته ځي. هر یو يې د لس زره ډالرو وړلو قانوني اجازه لري. نو که سل نفره لس لس زره ډالر له ځانه سره ایران ته یوسي، يو ميلیون ډالر کېږي. دا ډېره لوړه کچه ده او خامخا ناوړه اغېز کولای شي. خو په ناقانونه ډول له هېواده پېسې نه دي وتلې”.

ایران ته د ډالرو قاچاق هلته ورتلوونکو افغانانو ته د ګټې وټې ښه سرچينه ګرځېدلې. ځکه چې امريکا سره د اټومي تړون له لغوه کېدو وروسته ایران له مالي ستونزو سره مخ دی. هلته ډالرو ته تقاضا ډېره شوې او ایران د خپل مالي وضعیت د ثبات لپاره بهرنيو اسعارو ته اړ دی. همدا لامل دی چې اوس افغانان د نورو توکو په څېر ډالر هم هلته پلوري.

خو دې کار د افغانستان خپل اقتصاد – چې پر ډالرو ولاړ دی- هم اغېزمن کړی. په داسې حال کې چې د ایران په بازارونو کې د امريکايي ډالرو پر وړاندې د ایراني ریال بیه رالوېدلې ده، افغانۍ هم بې اغېزې نه ده پاتې شوې. څو میاشتې مخکې یو امريکايي ډالر په نږدې 67 افغانۍ بدلېده خو اوس څه باندې 73 افغانۍ بدلېږي. ځينې اقتصاد پوهان ایران ته د ډالرو قاچاق د دې لوی لامل بولي.

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

http://www.20script.ir