صفحه نخست / اخبار و رویدادها / د نوازشریف او د پاکستاني پوځ تر منځ نوې ناندرۍ

د نوازشریف او د پاکستاني پوځ تر منځ نوې ناندرۍ

مشتاق رحیم – د افغانستان د ډيپلوماسۍ مطالعاتو مرکز

د پاکستان سترې محکمې د دغه هېواد پخواني صدراعظم ته په انګلستان کې د خپل جاېداد د پټولو په تور لس کاله بند واوراوه. هغه چېد محاکمې پر مهال په لندن کې و، د دغه حکم له اعلان وروسته ویلي چې بېرته به پاکستان ته ستون شي. د هغه لور مریم نواز له پلار سره په دغه چاره کې د مرستې له کبله په ۷ کاله بند او زوم یې صفدر په یو کال بند محکوم شوی دی. دا کار له هغې وروسته کیږي چې نوازشریف ته د اماراتو د اقامې د اخیستو په موخه د خپل د زوی په شرکت کې د کار کولو او له دغه شرکت څخه د ترلاسه شوي معاش! په اسنادو کې د نه ښودلو په تور محکمې ټول عمر له سیاست څخه هم د هغه د وتلو پرېکړه وکړه. د ښاغلي نوازشریف ورور شهباز شریف په لاهور کې رسنیو ته ويلي چې د محکمې پرېکړه نه مني. هغه خبریالانو ته ویلي: “دا پرېکړه سياسي رنګ لري، د قانون تر پښو لاندېکول دي او ګڼې ستونزې پکې شته. ځکه نو د پاکستان خلک او مسلم ليګ ګوند دا حکم نه مني”.

Getty Images

په ظاهره له نوازشریف سره ټوله معامله محکمې روانه کړی ده. خو حقیقت دا دې چې دا شخړه د نوازشریف او د پاکستان د پوځ ده. پوځ له سترې محکمې په دې لړ کې کار اخلي او خپل دښمن نوازشریف پرې له سیاست څخه د ویستلو په هڅه کې دی. له دې د مخه پوځ په زور او زیاتي د نوازشریف د ګوند یو شمېر مشران دې ته اړ کړل چې له ده څخه خپله لار بېله او د پوځ د خوښې ګوند د عمران خان تحریک انصاف سره یو ځای شي.

خو سره له ټولو هلو ځلو پوځ ونه کړی شو چې د نوازشریف محبوبیت د ولس په منځ کې را کم کړي. دا چې د نوازشریف له سېاست څخه د ویستلو نه وروسته هم نوازشریف د خپل پلويانو په منځ کې محبوب پاتی شو نو پوځ داسې مهال چې نوازشریف او لور یې په انګلستان کې د نوازشریف له ناروغې مېرمنې سره دي دا تازه پرېکړه کړې ده. په داسې وخت کې د دې پریکړې موخه دا وه چې نوازشریف له بنده و ویریږي او انګلستان کې سیاسي پناه واخلي او په دې سره د ده لاس د پوځ له ګریوان څخه لنډ شي. خو اوس نواز شریف او لور یې اعلان کړی چې دوي به بېرته هیواد ته ستانه شي او سیاسي پناه نه اخلي. که نواز شریف د سترې محکمې له پریکړې سره سره بېا هم هیواد ته راځي او بند تیرولو ته حاضریږي نو دا پوځ ته لویه ضربه ګڼل کېږي.

د نواز- پوځ کشمکش او افغانستان

د نواز شریف او پوځ تر منځ کشمکش په افغانستان هم خپلې اغېزې لري. که نوازشریف خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي او دا راز په دې توانیږي چې پوځ ملکي حکومتونو ته تابع شي (چې د پاکستان د جوړېدو څخه را پدېخوا ملکي حکومت تل د پوځ تابع پاتې شوی) نو د پاکستان پوځ به له خپل زور او ځواک څخه را ولویږي. دا حالت به د افغانستان اوسني کړکېچ په کمېدو او د افغانستان د ناخوالو په را کمېدو باندې تر ډېره بريده اغېز ولري او آن ټوله سیمه کې به د پاکستان د پوځ شر کم شي.

خو که نوازشریف نه توانیږي چې پوځ مات کړي (چې د دې خبرې احتمال خورا ډېر دی) خو خپلې مبارزی ته دوام ورکوي، نو دا هم د پاکستان د پوځ پرضد د خلکو ترمنځ د پاکستان د پوځ محبوبیت را کموي. په دغه حالت کې هم پوځ له خپل برم څخه را ولیږي او هغه ولسي ملاتړ چې د ولس په غولولو یې تل له ځانه سره درلودلی له لاسه ورکوي. دا حالت هم د افغانستان او د سیمې په ګټه دی.

په اوسني حالت کې د افغانستان او سېمې په ګټه ده چې نوازشریف بېرته خپل هیواد ته ستون شي او پوځ سره یې کشاله مخ ته لاړه شي. په هر حال کې د افغانستان او د سمیې خېر په دغه جنجال کې نغښتی دی.

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

http://www.20script.ir