صفحه نخست / اخبار و رویدادها / د سولې غوښتنې بېلابېلې هڅې

د سولې غوښتنې بېلابېلې هڅې

د سولې څه باندې سل تنه فعالان د افغانستان له سوېلي ولایت هلمنده د څه باندې اووه سوه کیلومتره لارې تر پلي مزل وروسته او د جګړې د درولو له غوښتنې سره کابل ته ورسېدل. دغه مبارزین چې له ولایتي مرکز لشکرګاه خوځېدلي وو، په لومړي سر کې یوازې څو تنه وو، خو چې څومره تلل هومره نور کسان ورسره ملګري کېدل.

دغه سوله غوښتونکي کاروان چې د روژې په لوږو او تندو کې يې تر ۳۶ ورځو مزل کړی، لومړنی خوځښت يې له اوو کسانو راپیل شوی و چې تر کابله يې د غړو شمېر تر ۱۰۰ رسېدلی دی.

AFP

په دغو لاریونیانو کې ښوونکي، زده کوونکي او د جګړې ځپل شوي شته چې پر امساوو یې دا ټوله لار وهلې ده. دا بېساری لاریون د نوي لمریز کال په درشل کې د لشکرګاه د غېږنیونې یوې سیالۍ کې تر خونړي ځانمرګي برید وروسته پیل شو. د غېږ نیونې د دغې لوبې نندارې ته ګڼ شمېر خلک او ماشومان ورغلي وو چې پکې ځانمرګی برید ۱۳ کسان ووژل او ډېر شمېر نور يې ټپیان کړل.

د سولې غوښتونکي دغه کاروان غړي د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو هم را تېر شول او په هر کلي او بانډه کې یې د سولې په بهیر کې د همکارۍ نعرې ووهلې.

د دوی د سفر پر مهال په افغانستان کې د جګړې دواړو خواوو په څلورو لسیزو کې د لومړي ځل له پاره اوربند هم وکړ. د سولې فعالین د طالبانو د درې ورځني اوربند تر پایته رسېدو یوه ورځ وروسته کابل ته ورسېدل.

د کوچني اختر په درې ورځني دوه اړخيز اوربند کې په ناڅاپي ډول له جګړو ستړي شوي سرتېري له دواړو لورو سره راټول شول او یو بل ته يې غاړې سره ورکړې. که څه هم فکر کېده چې دا به د دوه اړخيزو هوکړو پایله وي خو د طالبانو د مشرتابه توند غبرګون او د اوربند نه غځېدو وښوده چې دا ډله لا هم له جګړې شاته کېدو ته نده قانع شوې.

بلخوا داسې راپورونه هم شته چې د هغو طالبانو چې د اختر د اوربند پر مهال ښارونو په ځانګړې توګه کابل ښار ته تللي وو  نیمايي یې بیرته جګړو ته نه دي ستانه شوي. د افغانستان دولت دغه ادعا د ښار په دروازو کې د وسله والو د راجستر کولو او له هغوی د وسلو د اخيستو د معلوماتو له مخې کړې.

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

http://www.20script.ir