صفحه نخست / جهان / آسیا / افغانستان د سيمې د ترانسپورټ او ترانزيټ د مرکز په توګه

افغانستان د سيمې د ترانسپورټ او ترانزيټ د مرکز په توګه

شعیب احمد رحیم

افغانستان څرنګه کولای شي چې د مرکزي او سوېلي آسیا تر منځ  د ترانزیټ او ترانسپورټ د مرکز په توګه خپل پخوانی اهمیت بیا ترلاسه کړي؟

د تاریخ په اوږدو کې، د افغانستان جغرافیوي – اقتصادي او جغرافیوي – سیاسي موقعیت تل د پام‌وړ پاتې شوی. په پخوانۍ وریښمو لاره د افغانستان واقع کېدل، په سوېلي آسیا او د مهمو ګاونډيو هیوادونو تر منځ موقعيت هغه لاملونه دي چې د دولت لخوا د هغو د اغېزناک کارولو يا نه کارولو په پام کې نيولو سره هیواد ته ځينې وخت ګټور او ځينې وخت زیانمن ثابت شوي دي. یوه مهمه ګټه يې د مرکزي او سوېلي آسیا تر منځ د ترانزيټ او ترانسپورټ د مرکز په توګه د افغانستان د موقعيت کارېدل و. خو چې د تېرو څو لسیزو جګړو او سیاسي اړو دړو له امله دغه طلايي فرصت له لاسه ووت. د طالبانو له پرځېدو وروسته، نوي دولت یو وار بيا د دغه له لاسه وتلي فرصت د بیا را ژوندي کولو هڅی پیل کړې دي. دا چاره هغه وخت شونې ده چې دولت د امنیت په ټینګښت، سياسي ټیکاو راوړولو، د فساد په مخنيوي، د بنسټونو او زېربناوو په رغولو او د سيمه‌ييز اقتصادي ادغام په راوړلو سره له خصوصي سکتور نه ځان‌بسیاینې ته د هېواد د رسولو په موخه د يوې وسيلې په توګه کارواخلي.

افغانستان د ورېښمو د لرغونې لارې په زړه کې پروت دی. د دغې لارې شمالي سړک چې د کاشغر په لوېديځ کې په دوه لارو بېل شوی، یوه يې سوېلي څانګه لري چې د بلخ ولایت خوا ته ځي. د وریښمو لارې سوېلي سړک، چې یواځینۍ لاره ده چې چین د قراقرم له لارې له پاکستان سره نښلوي. دغه لاره لوېديځ خواته جلا کیږي، خو د دې سوېلي څانګو له لارې دا امکان براروي چې له بیلابیلو سيمو نه د سیند له لارې سفر بشپړ شي. وروسته دغه لاره د هندوکش غرونو له پاسه د پاکستان شمالي سيمو نه تیریږي او بیا افغانستان ته ننوځي او بیا ترکمنستان سره نږدې شمالي لارې سره یو ځل بیا یو ځای کیږي. د وریښمو تاریخي لاره کې په یو مهم موقعيت کې د افغانستان شتون منځنی‌ختیځ او د آسیا نورهیوادونه سره تړي.

همدا راز، د آسیا په زړه کې د شپږو مهمو هیوادونو تر منځ د افغانستان شتون ستراتیژیک ارزښت لري. خو د دې ترڅنګ هیواد په وچه کې ایسار پاتې دی او لویو اوبو(Great Waters) ته لاس‌رسی نه لري. افغانستان په شمال کې له ازبکستان، ترکمنستان، او تاجکستان سره، په لوېديځ کې له ایران سره، سوېل‌ختیځ کې له پاکستان سره او په لرې ختیځ کې له چین سره پوله لري. نور دا چې افغانسان سره له‌دې چې هندوستان سره پوله نه‌لري، خو بیا هم ډیر لږ توپیر دی چې ګاونډی وبلل شي.

د ياد شوي ستراتیژیک موقعيت په رڼا کې، افغانستان د یو ترانزیټي او ترانسپورټي مرکز په توګه د سوېلي آسیا، منځني ختیځ، مرکزي آسیا او چین بازارونه په خپلو کې سره نښلولای شي. خو په کار ده چې دولت له دغه طلایي فرصت نه د ګټې پورته کولو لپاره لاره هواره کړي. په لومړي قدم کې دولت باید د هېواد د اقتصادي ځان‌بساينې لپاره له خصوصي سکتور نه د یوې وسیلې په توګه کار واخلي. دا هغه وخت امکان لري چې دولت د خصوصي سکتور لپاره د پیاوړي کیدو چاپیریال برابر کړي.

د خصوصي سکتور د پرمختګ او پیاوړي کولو لپاره، په تیره لسیزه کې د دولت هلو ځلو ټاکلې هیلې پوره نه‌کړې. د سوداګرۍ کسر ډیر لوی دی او د صادراتو او وارداتو تر منځ واټن کال په کال په ډېرېدو دی. ډیره سوداګري له ګاونډيو هیوادونو سره کیږي. په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان د وارداتو مجموعه ۸.۱ ميلیارده امریکایي ډالر وه چې په کې تېل، اوسپنه، خوراکي توکي، ماشینونه او نور سامان‌آلات شامل دي. له ګاونډيو هیوادونو نه د وارداتو مقدار، پاکستان ۱۴ سلنه، ازبکستان ۱۱ سلنه، ایران ۹.۱، او له چین نه ۹ سلنه و. د وارداتو پاتې برخه له روسیې، ترکمنستان، جاپان او قزاقستان نه پوره کیږي. بل خوا ته، صادرات ډیر ټیټ پاتې شوي دي. په ۲۰۱۴ کال کې د هیواد ټول صادرات یوازې ۰.۵ سلنه وو، چې غالۍ، سبزي، تازه او وچی میوې، ارزښتناکه بوټي او نور کرنيز تولیدات جوړوي. دې سره زمونږ د سوداګرۍ کسر ۸.۲، ملیارده ډالرو ته رسیږي[1].

په اقتصادي ډګر کې د افغانستان ضعیفه کارکردګي څرنګه چې له پورته احصایې نه څرګندیږي په دې معنا نه ده چې هیواد منابع یا د تولید وړتیا نه لري. هیواد ته خدای ښیرازه ځمکه، طبعي او بشري منابع ورکړي، چې په کې تازه او وچې میوې، معدن او قیمتي ډبري، زعفران، غالۍ او داسی نور تولیدات د یادونې وړ دي. له ګڼ شمیر ننګونو سره سره، کوچنيو او منځنيو پانګونو ورو خو ثابت پرمختګ کړی. له بده مرغه په تیره شاوخوا یوه نیم لسیزه کې له دغو پانګونو سره مرستې یواځې د زرجوړونې د پروژو په مفکوره ولاړې وې. همدا لامل دی چې د خصوصي سکتور د پرمختګ په لاره کې د پرتو خنډونو د لرې کولو لپاره عملي کارونه ونه شول، چې دې چارې نن هم د پرمختګ مخه نیولې ده.

دولت ته په کار ده چې هغه تګ‌لارې جوړې کړي چې خصوصي سکټور پیاوړی کړي او پانګونکي وکولای شي چې د واردیدونکو توکو په مقابل کې د خپلو تولیداتو کچه لوړه کړي او وکړای شي چې سوداګریز کسر کم کړي. په دې لړ کې پراخ‌بنسټه ستراتیژیانو ته اړتیا ده چې لنډمهال، منځمهال او اوږد مهال کې رڼې پایلې ولري او د نازک هیواد اقتصادي ثبات اړتیاوو ته ځواب ووايي.اول دا چې دولت اړدی چې په دوه اړخونو باندې کار وکړي. یوخوا، دولت له ګاونډيو او په سیمه کې له نورو هیوادونو نه تخنیکي مرستې، علمي سفرونه او د ټکنالوژۍ ترلاسه کولو په برخه کې مرسته اخیستلی شي. بل خوا، دولت ته په کار ده چې مرسته د تجارت له لارې (Aid for Trade) ستراتیژۍ سره سم، د امریکا، انګلستان، آسترالیا، کاناډا او له افغانستان سره له مرسته کوونکو نورو هیوادونو نه د همکارۍ غوښتنه وکړي. دا ځکه چې د افغانستان ډیر تولیدات لکه وچې میوې، ممیز، انار، زعفران، غالۍ او داسې نور د ګټې له نظره ټاکل شوې پایلې نه دي ترلاسه کړې او د دې لوی لامل نړیوالو بازارونو ته د

Canadian Centre for Policy Alternatives: Beyond the TAPI Project

لاس‌رسي نشتون دی.

په سوداګریز کسر کې مسلسل کمی او د ناخالص کورني تولید (GDP) پرله‌پسې زیاتوالی چې خصوصي سکتور يې پر مخ بوځي کولای شي په ځان‌بسیا افغان اقتصاد رامنځته کړي. دا به د افغانستان لپاره د ترانزیټ او سوداګرۍ د مرکز د پخواني حیثیت بیا ترلاسه کولو بنسټ کیږدي او نه یوازې د افغانستان لپاره بلکې د سیمې نورو هیوادونو لپاره به هم د اقتصادي ودې امکانات برابر کړي. د بیلګې په ډول، فریډرک سټار او ادیب فرهادي په خپلې مقالې “کار پای ته ورسوه او د افغانستان اقتصاد ناڅاپه جوړ کړه (Finish Job: Jump- Start Afghanistan’s Economy)” کې لیکي چې:

“هندوستان اټکل کړی چې که د سیمې سیاسي اقتصاد بهتره شي او لوېديځ هیوادونو ته د هغه فقط شل سلنه سوداګري د سړکونو له لارې ولیږدول شي نو شاوخوا سل ميلیارده ډالرو مال به دافغانستان له لارې تیریږي.”

خو له دغو امکاناتو نه په بشپړه توګه ګټه پورته کولو لپاره دولت اړتیا لري چې په بیلابیلو مهمو برخو کې پراخه کارونه وکړي ترڅو د ترانزیټ او تجارت د مرکز پخوانی حیثیت یو وار بیا ترلاسه کړي.

په لومړي ګام کې د افغانستان لپاره د سوداګرۍ او ترانزیټ مرکز جوړیدو لپاره بنسټونه یا زېربنا یولازم شرط دی. دولت ته په کار ده چې د ترانسپورټ یوه اغیزه ناکه ستراتیژي جوړه کړي چې له اړتیاوو سره سم نرم (سیسټمونه، قوانین او طرزالعملونه، د اړیکو نظام وغیره) او سخت (سړکونه، پټلۍ، ټکنالوژي وغیره) بنسټونه رامنځ‌ته شي. په دې لړ کې دولت باید له نویو مفکورو او کړنلارو نه کار واخلي. د بیلګې په ډول په لویو بنسټيزو پروژو کې عامه او خصوصي سکټور مشارکت (Public Private Partnership ) ته پام وشي، دې چارې په هندوستان، سوېلې کوریا او تایلینډ کې ډیرې ښې پایلې درلودلې. خو په دغه نوې مفکورې یا کړنلارې کې دولت اړ دی چې له هیڅ نه پیل وکړي ځکه چې افغانستان کې اوسمهال[2] عامه او خصوصي سکتور مشارکت لپاره نه کوم قانون او نه کوم طرزالعمل لري. په هیواد کې لوېې بنسټيزې پروژې لکه د اورګاډي د پټلۍ شبکه جوړول د نورو هیوادونو په څیر همداسې نوو مفکورو او کړنلارو ته اړتیا لري.

همدا راز اقتصادي همکارۍ او په سیمه‌يیزه توګه نورو هیوادونو سره یوځای کیدل یو بل مهم ‌ډګر دی چې د دولت جدي هڅو ته اړتیا لري. افغانستان له اوله د مهمو سیمه‌يیزو او اقتصادي سازمانونو غړی دی چې پکې د سوېلي آسیا د سیمه‌يیزوهمکاریو سازمان یا سارک (South Asian Association for Regional Cooperation “SAARC”) ، د افغانستان په اړه د سیمه‌يیزو اقتصادي همکاریو کانفرانس ريکا (Regional Economic Cooperation Conference on Afghanistan “RECCA”)، داقصادي همکاریو سازمان ايکو (Economic Cooperation Organization “ECO”)، او د شانګهاي د همکاریو سازمان (Shanghai Cooperation Organization “SCO”) د یادونې وړ دي. خو په دغو سازمانونو کې تر ډیره حده، د افغانستان ګډون اغیزه ناکه نه دی. د دغې نیمګړتیا یو لوی لامل د اړوندو دولتي اورګانونو د ظرفیت ټیټوالی دی. د دولتي اورګانونو ضعیف نظام او هلته د اړینو تخنیکي او تجربه لرونکو کدرونو کمښت د دې لامل ګرځېدلی چې قراردادونه، تړونونه او اړوند چارې په هغه ډول چې د هیواد لپاره اغېزناک وي نه ترسره کېږي. د سوداګرۍ او صنایعو وزارت او د بهرنیو چارو وزارت تر څنګ نورې اړوندې ادارې لکه د افغانستان د صادراتو د پراختیا ریاست، د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو خونې (Afghanistan Chamber of Commerce and Industries)، او د افغانستان د پانګې اچونې د ملاتړ ادارې (Afghanistan Investment Support Agency) ته په کار ده چې د ملي او سیمه‌يیزو نښلېدنو له لارې نندارتونونو او سوداګریزو غونډو کې د پراخه او اغیزناکه ګډون امکانات برابر کړي او د هیواد اقتصادي پرمختګ کې خپل بشپړ رول ولوبوي.

په وچه کې د ایسار هیواد په توګه، افغانستان له جیوپولیټیکي ستونزو او ننګونو سره مخ کیږي چې هغه په هیواد له اقتصادي پلوه اغېز ښندي. ډیری وخت د سیاسي اړیکو ناڅاپي خرابیدل د سوداګریزو اړیکو د خرابیدلو لامل ګرځي چې د مالونو په لیږد را لیږد کې خنډ جوړوي. په نږدې وختونو کې د افغانستان د سوداګرۍ لپاره ډیره تکیه په پاکستان شوې ده. د تجارت لپاره د یو فعاله بدیل نه درلودلو له کبله سوداګر ځورول کیږي او دغه ستونزې هغه وخت لا زیاتیږي چې د دواړو هیوادونو سیاسي اړیکې خرابې شي. د بیلګې په ډول کله چې په ۲۰۱۱م کال کې هغه مهال چې یو شمیر پاکستاني عسکر د نړیوالو ځواکونو په برید کې ووژل شول نو افغانستان ته وارېدېدونکي کانتینرونه په بندر کې ودرول شول چې له کبله یې ګڼ شمیر افغان سوداګرو ته زیات مالي زیان ورسید. همدا راز د هیواد تازه میوې او سبزي د بې‌ځایه ځنډونو له کبله په موټرو کې خرابې شي. دغه ستونزې د هیواد د اقتصادي ودې په لار کې خنډونه جوړوي چې په راتلونکي کې به د هیواد سوداګري له بې ثباتۍ سره مخ کړي.

د باثباته او پیاوړې سوداګرۍ او ترانزیټي مرکز جوړیدو لپاره په کار ده چې افغانستان د سوداګریزو مالونو هواره لیږد رالیږد لاره پاکه کړي. په دې لړ کې اړینه ده چې یو خوا ته ګاونډي هیوادونو سره اړیکې غښتلې کړو او بل خوا دا چې له هغو ګاونډيو هیوادونو سره چې سوداګري لرو دوه اړخیزو خبرو اترو ته مناسب چاپېريال برابر کړو ترڅو د مخکې له مخکې د شخړو د رامینځته کیدو مخه ونیول شي او یا د شخړو د رامنځته کیدلو پرمهال د حل په لاروچارو باندې په چټکۍ کار وشي. په عین حال کې په بدیلو لارو باندې کار وشي ترڅو کړکیچنو حالاتو کې هم د تجارت لپاره لاره هواره وساتل شي. د بیلګې په ډول کله چې په ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰م لسیزه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیاسي اوضاع کړکېچنه شوه نو افغانستان د روسيې هیوا د ترانزیټي لارو نه کار واخیست. همدا راز له ایران سره هم بايد د بندر عباس او چابهار بندر له لارې د مالونو لیږد را لیږد لپاره لاره لا زیاته هواره او فعاله وساتل شي. نور دا چې په شته دوه اړخیزه تړونونو کې د بیلګې په ډول د افغانستان او پاکستان ترانزیټ تړون یا اپټا (Afghanistan Transit Trade Agreement or APTTA) چې دوه اړخیز تړون دی نور هیوادونه هم را ګډ کړو ترڅو د دوو هیوادونو تر منځ د اړيکو د کړکیچن کېدو پر مهال نور هیوادونه وکړای شي چې فشار وارد کړي ترڅو د تړون او شرایطو مقرراتو احترام وشي او هم د روغې جوړې لپاره لاره هواره شي.

فساد هم یو له هغو برخو څخه دی چې د دولت جدي پاملرنې او هلو ځلو ته اړتیا لري. دولت نه یوازې بايد د فساد له منځه وړلو بلکې بیوروکراسۍ کمولو په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي. د هیواد په بیلا بیلو ادارو او په ځانګړې توګه سرحدي ولایتونو کې په داخلي دروازو لکه تورخم، حیرتان، سپین بولدک، تورغونډۍ او شیرخان بندر کې د فساد کچه ډیره لوړه ده. په دغو بندرونو کې فساد نه یوازې د دولت عایدات کموي بلکې تجارت او د خصوصي سکتور د پرمختګ مخه هم نیسي. د نړیوال بانک د راپور له مخې افغانستان اوسمهال د سوداګرۍ لپاره د بد ترینو هیوادونو په جمله کې اووم مقام لري. په ۲۰۱۴م کال کې د سوداګرۍ لپاره بد ترینو هیوادونو په اړه د وال سټریټ ژورنال (Wall Street Journal) یوه لیکنه کې داسې راغلي:

“تاسو باید ډیر زړه‌ور ( قهرمان) او هم د قانون تر پښو لاندې کولو ته چمتو اوسئ که غواړئ چې وینزویلا، افغانستان او یا لیبیا کې کاروبار پیل کړئ ”

دغه حالت او ستونزې ستر لاملونه دي چی دولت نه دی توانیدلی ترڅو د شته تجارت نه رښتينې او اټکل شوې ګټه پورته کړي. د فساد او بیوکراسۍ مخنیوي لپاره اړینه ده چې پروسې ساده او او ډیجیټلي شي. د بیلګې په ډول د ګمرکاتو د عایداتو د الکترونیکي ثبتولو کړنلاره به نه یوازې پروسه ساده کړي بلکې د آسانه څارنې د امکاناتو له کبله به شفافیت هم رامنځته کړي. د لا زیات شفافیت لپاره دا امکان هم شته چې د پولې دواړو خواوو ته همدغه سیسټم په کار واچول شي تر څو د دواړو خواو ډیټا پرتله کولو له لارې مالي تفتیش وشي او د ترانزیټ او تجارت په اړه دقیق او کره معلومات ترلاسه شي.

په هیواد کې نا امنۍ د ټولنې ټولو برخو ته زیان رسولی. په مکتبونو، روغتونونو، دولتي ادارو او لویو لارو باندې د ترهګرو د بریدونو له کبله ټول د ډار او ناخونديتوب احساس کوي. په داسې حالت کې به د سوداګرو لپاره ډیره ګرانه وي چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره خپل ځان ته قناعت ورکړي. د هیواد په شته امنیتي حالت کې پانګوال جذبول آسانه کار نه دی. د لویو لارو امنیت د تجارت او تګ را تګ لپاره په بشپړ توګه خوندي نه دي. د هیواد مهمې لویې لارې لکه کندهار- کابل، کابل-هرات، کابل- مزار او کابل- تورخم له سترو امنیتي ستونزو سره مخ دي چې ورباندې ټانګرونه ویشتل کیږي او خلک تښتول کیږي. اوسمهال په افغانستان کې د تجارت او ترانزیټ لپاره سړکونه یا لويې لارې یوازینۍ وسیله ده نو ځکه دولت ته په کار ده چې د دغه سړکونو د امنیت خوندي کولو په برخه کې جدي ګامونه پورته کړي. په دې لړ کې یوې خوا ته خو باید په دغه لارو باندې د امنیتې ځواکونو پوستې زیاتې شي. په دې سره به په دغه لویو لارو امنیتي اوضاغ یو څه ښه شي خو د یو پیاوړي سوداګریز او ترانزیټي مرکز جوړیدو لپاره په هیواد کې سوله او ثبات شرط دی. د دې لپاره اړینه ده چې وسله والو ډلو سره د سولې او روغې جوړې خبرې په چټکۍ سره پر مخ ولاړې شي او له شته امکاناتو او د سیمې او نړیوالو هیوادونو په مرسته د ستونزې د حل لپاره کار وشي.

په امنیتي وضع کې ښه والی به د تجارت ترڅنګ لویو سیمه‌يیزو پروژو لکه د انرژۍ پروژې (ټاپي او کاسا) او څوهیوادونو نښلونکي سړکونه او د ریل لارې د شبکې تطبیق شونی او آسانه کړي. دغه پروژې به نه یوازې د افغانستان بلکې د ټولې سیمې په اقتصادي پرمختیا کې مهم رول ولوبوي. د بیلګې په ډول چین، ایران، افغانستان، تاجکستان او قرغیزستان تر منځ د ریل پټلۍ به ختیځ آسیا له سوېلي او مرکزي آسیا سره و نښلوي چې سیمه‌يیز تجارت به لا زیات پراخه شي.

په ننني عصري سیاسي اقتصاد کې کله چې خبره د نفوذ وي نو لوی اقتصادي قوتونه او زبر ځواکونه ډیر مهم رول لري. په دغه سیاق کې، چین او امریکا کولی شي چې د تجارت په برخه کې د هغو خنډونه په له منځه وړلو کې مرسته وکړي چې د هیوادونو تر منځ د سیاسي کړکیچ له کبله رامنځته کیږي. چین غواړي چې د وریښمو پخوانۍ لاره بیا فعاله کړي او په دغه برخه کې پانګونه وکړي. په دې لړ کې یو شمیر پروژې ترتیب شوې چې په کې نه یوازي چین بلکې د سیمې نور هیوادونه هم ګډون کولو لپاره چمتو دي. بل خوا ته امریکا هم په سیمه کې سیاسي او اقتصادي موخې لري. نور دا چې دغه هیوادونه په سیمه‌يیز او نړیوال سیاست او اقتصاد کې نفوذ لري. په داسې حال کې چې له سیاسي او اقتصادي پلوه د آسیا زړه دغه هیوادونو لپاره اهمیت لري، نو افغانستان کولی شي چې له پاکستان او نورو ګاونډيو هیوادونو سره د خپلو سیاسي او اقتصادي ستونزو د حل په موخه د دغه هیوادونو له نفوذ نه ګټه پورته کړي. په دغه لړ کې د اغیزناکې بهرنۍ پالیسۍ، او ډیپلوماسۍ له لارې، د زبرځواکونو په مرسته او سیمې نورو هیوادونو په ګډون کولی شو چې د ستراتیژیک مشارکت له لارې خپلې اوږد مهاله اقتصادي ګټې خوندي کړو.

خلاصه دا چې افغانستان ته د خپل موقیعت له کبله ډیر مهم ستراتیژیک حیثیت په برخه شوی دی. دغه ستراتیژیک موقیعت هیواد د مرکزي آسیا، ختیځي آسیا، منځني‌ختیځ او چین د بازارونو د نښلوونکي په توګه مطرح کړی. له تاریخي اړخ نه افغانسان تل د خپل ترانزیټي حیثیت نه پراخه اقتصادي ګټه پورته کړې ده. خو د کلونو جګړې او بی ثباتۍ او په سیمه‌يیز سیاست کې د بدلون له امله هیواد له دغې مهمې ګټې نه بې برخه شو. اوسمهال افغانستان کولی شي چې یو وار بیا خپل دغه حیثیت ترلاسه کړي. دا هغه وخت امکان لري کله چې د خصوصي سکتور نه د وسیلې په شکل کار واخیستلی شي او له دغې لارې نه ناخالص کورني تولیدات لوړ شي او د هیواد د صادراتو او واردواتو تر منځ کسر لږ شي. دا به د هیواد د ترانزیټي مرکز حیثیت د بیا ترلاسه کولو بنسټ کیږدي. همدا راز دولت ته په کار دي چې د زیربناوو د پیاوړي کولو، د فساد کچې د را ټیټولو، په سیمه‌يیز اقتصاد کې د ځان مطرح کولو، قوانینو جوړولو او د زبرځواکونو له نفوذ نه د ګټه پورته کولو په برخه کې جدي کار وکړي.

 

یادښت: شعیب احمد رحيم ځوان اقتصادپوه دی چې له برېتانیا لوړې زده کړې لري او د افغانستان او سيمې په اقتصادي موضوعات ملي او نړیوالو رسنيو ته وخت ناوخت نظر څرګندوي او د افغانستان د ډيپلوماسۍ مطالعاتو مؤسسې سره د اقتصادي مطالعاتو په برخه کې همکاري کوي.

دا مقاله د باندنيو چارو وزارت له خوا چمتو شوي ۲۰۱۵م کال ریکا کنفرانس د مقالو سیالې لپاره لیکل شوې وه چی د مرکزي آسیا، افغانستان او سوېلي آسیا نه لیږدول شويو ۲۰مقالو کي د هالینډ د هاګ انسټیټيوټ د پروفیسرانو د پینل له خوا ورته لومړى مقام ورکړل شو.

 

اخځونه:

Saeed Parto, Jos Winters, Ehsan Saadat, MohsinUsyan, andAnastasiyaHozyainova, Afghanistan and Regional Trade: More, or Less, Imports from Central Asia?2012
Glassner, Transit Problems of Three Asian Countries; 1983
Frederick Starr & A. Kuchins, The key to success in Afghanistan; May 2010
Frederick Starr &AdibFarhadi, Finish the Job: Jump-Start Afghanistan’s Economy; Nov 2012
World Bank , Trade and Regional Cooperation between Afghanistan and its neighbors cited in Pappas, Trade Promotion in Afghanistan; April 2009
Khodjamakhmad Umarov, Trade and Economic Relations between the Republic of Tajikistan and the Islamic Republic of Afghanistan; November 2013
Shirin Akiner, Regional Initiatives to Promote Stability and Development in Afghanistan, 2011
U Alimov, Regional Economic Cooperation: Problems and Obstacles, 2009
Shahrbanou Tadjbakhsh, Central Asia and Afghanistan: Insulation on the Silk Road, Between Eurasia and the Heart of Asia, 2012

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

http://www.20script.ir