صفحه نخست / اخبار و رویدادها / ناقانونه کډوالۍ؛ د ځينو اروپايي هېوادونو خبري سرټکي

ناقانونه کډوالۍ؛ د ځينو اروپايي هېوادونو خبري سرټکي

د ايټاليا د کورنيو چارو نوي وزير ماتيو سلويني چې د ښي اړخي توندلاري گوند مشري کوي ويلي، هيواد يې داسې مرکزونوجوړولو ته اړتيا لري چې د ناقانونه کډوالو د شړلو زمينه برابره کړي. سيسلي کې د وينا پرمهال ښاغلي سلويني وويل، نه شي کيدى چې ايټاليا دې د اروپا د کډوالو پنډغالي وي .

AFP/Getty Images

د اېټاليا نوي کورنیو چار وزیر او مرستیال لومړي دا هم ویلي چې هېواد يې د غیرقانوني کډوالو دومره لوړ شمېر نشي زغملی. هغه چې ښي اړخی توندلاری ګوند رهبري کوي د اېټاليا له ولس‌پالو سياستوالو دی او د خپلې دغې حساسې وينا لپاره يې سيسلي چې د کډوالو ستر پنډغالي پکې دي غوره کړی. د هغه د اوسني ځواک ریښې هم تر ډېره بريده د نوموړي په یادو کډوالو ضد پاليسو کې دي.

هغه د سيسيلي په سوېلي ښارګوټي پوزالو کې خپلو پلویانو ته وويل: “هېڅوک نشي کولی غیرقانوني کډوالي د يوه کاروبار په توګه وکاروي او دا چې زه ګورم یو شمېر خلک په هغو ماشومانو پیسې ګټي چې په لارو مړه کېږي ما ډېر ځوروي”.

په ورته وخت کې د تونس چارواکي وايي د اېټاليا په لور د کډوالو یوه پېنډه د هغه هېواد په ساحلي اوبو کې له پېښې سره مخ شوې چې لږ تر لږه ۶۵ کسان پکې وژل شوي او لږ تر لږه شپېته نور ژغورل شوي.

په ورته وخت کې د سلوانیا ولسمشر جانېز جانسا ته د حکومت د جوړولو واک ورکړی. د هغه ګوند په وروستيو ټاکنو کې ۲۵ څوکۍ وګټلې. ښاغلی جانسا هم د کډوالۍ سرسخت ضد سياستوال دی.

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

http://www.20script.ir