صفحه نخست / افغانستان / د نړۍ استخبارات او د افغانستان لاچاري

د نړۍ استخبارات او د افغانستان لاچاري

مشتاق رحیم

افغانان تل د آی ایس آی (ISI) له لاسوهنې سر ټکوي چې د افغانستان په بې ثباتۍ کې ښکاره لاس لري. پخوا د شوروي کې جي بي (KGB) په اړه هم ورته خبرې کېدې. له سي آي اې هم شکایت کیږي او افغانان ورباندې د افغانستان په چارو کې له لسیزو را پدیخوا د لاسوهنې له امله نيوکې کوي. په باندنېو استخباراتو د خپل هیواد د روان ناروین د پړې اچولو له لارې مو له باندنیو ادارو یوه لویه بلا جوړه کړې او تل مو داسې جوته کړې چې ګوندې دوي نه ماتیدونکي، له هره اړخه کامل، پوره او منظمې ادارې دي او همدا لامل دی چې د افغانستان د وخت ادارې له دوي څخه د ځان ژغورنې وړتیا نه لري او دوي په استخباراتي لوبه کې پر افغانانو برلاسي دي.

دې کې شک نشته چې د نړۍ بیلا بیلې استخباراتي ادارې چې د افغانستان په چارو کې وخت نا وخت مداخلې کوي، د خپلو موخو په تکل کې په افغانستان کې بریالي پاتي شوي دي. خو دا ګڼل چې دا ادارې ډیرې پیاوړې دي او فوق العاده وړتیا لري، یوه ناسمه انګیرنه ده. د یادو ټولو ادارو ژوره څیړنه دا را برسیره کوي چې یادې استخباراتي ادارې دومره منظمې، په خپل کار پوره برلاسې او ډیرې پیاوړې نه دي. د ټولې نړۍ استخباراتي او سیاسي ادارې ستونزې لري او هغه استخباراتي کړۍ چې په افغانستان کې ښکیلې دي او یا هم پخوا یې په افغانستان کې کار کړی له دې خبرې مستثنی نه دي. یادې ټولې ادارې خپل منځي نا همغږي، په چارو کې له یو بل سره سیالي (Turf war)   او خپلو کې د رقابت له کبله تل ستونزو او کورنیو شخړو سره لاس او ګریوان واي. همدا ادارې د یو بل د کار کولو طریقه نه خوښوي چې له کبله یې دغه اداري واحدونه له یو بل سره ګډ کار نه کوي.

په نړۍ کې داسې ډیرې بیلګې شته چې ادارو په خپلو کې ستونزې درلودلې چې له کبله یې د دوي چارې  ټکنۍ شوې دي. د دغه ډول حالت ژوندۍ بیلګه د ریچارډ هالبروک په وخت کې د هیلري کلنټن او هالبروک خپلو کې د اړیکو ترینګلتیا ده. د دواړو امریکايي مشرانو خپل‌منځي سیالي د دې لامل شوه چې هالبروک او په ټوله کې د امریکا د باندنیو چارو وزارت خپلې چارې هغسې چې لازمې وي سمبال نکړی شوې. په دې اړه د ولي نصر په نوم د هالبروک د یو ایراني الاصله امریکايي سلاکارد مقالو ټولګه شته. په دغه ټولګه کې ولي نصر وايي چې هیلري به دوي کار ته نه پریښودل.

همدا راز په هند کې د دغه هیواد استخباراتي ادرې ډیری وخت آن حاضر نه وي چې خپلو کې سره خبرې وکړي. د هندوستان انټیلیجنس بیورو  (IB)  او را (RAW) خپلو کې سره وران وي. دا دواړه ادارې خپلو کې ستونزې لري. د ادارو د نا همغږۍ ترڅنګ پخپله ادارې هم د وړتیاو له مخې ستونزو سره مخامخ وي. که د پاکستان نظامي استخباراتي ادارې ته کتنه وکړو نو په څرګنده توګه پکې لیدل کیږي چې د دغه ادارې کارکونکي په هغه کچه کاري وړتیا چې ورته ضرورت دی نه لري. په دې اړه د پاکستان د استخباراتي ادارې پخوانی مشر جنرال اسد دراني ډیر کیسې لري. له دغه کیسو یوه یې  دا هم ده چې کله یاد جنرال په آی ایس آی کې په دنده ګمارل کېده نو د دغه ادارې د جنرال په اړه پلټنه کوله. په دې موخه د استخباراتو یو کارکونکې د جنرال دراني د خسر کور ته ځي. دا چې د جنرال د خسر کورنۍ په کور کې شتون نه لري نو یاد استخباراتي شخص د څنګ د کور ساتونکي د جنرال دراني د کورنۍ په اړه پوښتنه کوي چې په ځواب کې ورته وېل کیږي چې دا کورنۍ ښه خلک دي. جنرال دراني وايي چې د همدې پلټنې په بدل کې هغه په استخباراتو کې په دنده ګمارل کیږي.

د پورتني بحث نه وروسته پوښتنه را ولاړیږي چې ولې دغه باندنۍ استخباراتي کړۍ په افغانستان برلاسي دي؟ د افغانستان په استخباراتي جګړه کې د وروسته پاتي والي بنسټیز لامل دا دې چې دغه ادارې پرځای د دې چې هیواد ته پیښ باندني خطرونو پرضد فعالیت وکړي، د تاریخ په اوږدو کې دا ادارې د خپلو خلکو په څارلو او ترهولو باندې بوخته پاتې شوی ده. همدا راز، په تېرو څلویښتو کلونو کې د افغانستان استخباراتي ادارې تر ډیره بریده سیاسي پاتې شوی دي او بیلا بیلو ډلو ټپلو چوپړ ورته له هیوادنۍ دندې لومړیتوب درلودلې دی. همدا لامل دې چې د افغانستان استخباراتي ادارې د خپلو سیالانو څخه دوه ګامه شاته روان پاتې شوې دي.

بله خوا، ډیری وخت افغان حکومتونو د خپلو کورنېو ناکاميو د پټولو لپاره له باندنېو استخباراتو څخه د لاسپاکي په توګه کار اخیستی دی. په امنیتي چارو کې ناکامي، ناسمه حکومتولي او د سیاسي بې ثباتۍ لاملونو د لټولو پرځای تل هڅه شوې چې باندني ملامت کړی شي او په دې ډول  ځان له مسولیته خلاص کړي. دا چې په وار وار حکومتونه د باندنېو استخباراتي ادارو نوم اخلي نو دا بېا د دې لامل کیږي چې یادې استخباراتي کړۍ د یوې سترې بلا او نه مهاریدونکي خطر په توګه را څرګند شي چې منفي اغیز یې بیا د هېواد په ادارو او ولس هم پرېوځي.

دا چې افغانستان یوې استخباراتي جګړې سره مخامخ دی او ډیر شمېر استخباراتي کړۍ په افغانستان کې کار کوي نو په لومړي سر کې باید حکومت او ولس د خپلو استخباراتي ادارو سرښندنې، زحمتونه او هلې ځلې وستایي ترڅو د دغو ادارو مورال لوړ شي. دا اوس سره له ټولو ستونزو د افغانستان استخباراتي ادارې په خورا میړانه د سیمې او نړۍ کابو ټولو استخباراتي شبکو سره مبارزه کوي. په دوېم ګام کې د افغانستان حکومت باېد له استخباراتي ادارو سره په ګډه کار وکړي څو دغه ادارې له سمتي او سیاسي تړاوونو څخه پورته لید پیدا کړي او خپلې چارې په مسلکي ډول مخ ته یوسي. خو تر هغې هم د مخه حکومتونه باېد د استخباراتي کړېو لاسوهنې د کور دننه ستونزو څخه بېلی او خپلې کورنۍ ستونزې وبولي. دې کار سره به استخباراتي ادارې وکولای شي چې خپلو چارو باندې په مسلکي ډول تمرکز وکړي.

 

مشتاق رحیم د شخړو د حل متخصص، تحليلګر او ليکوال دی چې د افغانستان د ډيپلوماسۍ مطالعاتو د مشره بورډ غړی دی. په ټويټر کې يې په @mushtaq_rahim  څارلی شئ

 

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

http://www.20script.ir