صفحه نخست / جهان / آسیا / چابهار- له ستراتیژیکې سیالۍ د افغانستان لاسته راوړنه

چابهار- له ستراتیژیکې سیالۍ د افغانستان لاسته راوړنه

 ایران، افغانستان او همدا راز مرکزي اسیا ته د لارې موندلو لپاره د هندوستان هڅه هغه وخت تقریباً بریالیتوب ته ورسېده چې د افغانستان، ایران او هندوستان تخنیکي ټیمونه د ۲۰۱۶ کال د اپرېل په میاشت کې تر خپل منځ له مباحثې وروسته هوکړې ته ورسېدل. درېیو ‌واړو هېوادونو د دری اړخیز ترانسپورټ وا ترانزیټ تړون شرایط بشپړ کړي دي. دغه تړون د ۲۰۱۶ کال د مې میاشتې په ۲۳مه نېټه د نریندرا مودي، حسن روحاني او اشرف غني له خوا په ایران کې لاسلیک شو.

چابهار یو سمندري بندر دی چې د ایران په سوېلي سیستان او بلوچستان ایالت کې موقعيت لري. د ایران دولت دا ساحه ازاد سوداګریز او صنعتي زون ټاکلی چې ۱۴۰ کلومتره مربع ساحه تر پوښښ لاندې نیسي او د افغانستان پولې ته نږدې له میلاک ښاره شاوخوا ۹۵۰ کلومیتره لرې دی. په ۲۰۰۳ میلادي کال کې هندوستان او ایران یوه موافقه لاسلیک کړه چې پر بنسټ يې هندوستان ژمنه وکړه چې د بندر د زېربناوو د جوړولو او پراختیا په برخه کې به درنه پانګونه کوي، خو پر ایران باندې د امریکا له خوا د لګېدلو بندیزونو له کبله د کار پرمختګ ډېر ورو و. سره له دغو بندیزونو هندوستان خپل کار ته دوام ورکړ او په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د ۱۳۵ میليونه ډالرو په لګښت یې د زرنج- دلارام لویه لاره چې د کابل- هرات لویه لاره له زرنج او له هغه ځایه له چابهار سره نښلوي بشپړ کړ.

د ۲۰۱۵ کال د اګست په میاشت کې کله چې پر ایران لګول شوي بندیزونه لرې شول نو د هندوستان لپاره لاره پاکه شوه څو له ایران نه ځمکه په اجاره واخلي او د چابهار بندر د پراختیا لپاره کار پیل کړي.

د چابهار بندر تر یوه بریده د ستراتیژیک چاپېرولو د تیورۍ له لارې تشریح کېدای شي؛ په دې تيورۍ کې چې پر سيالۍ استواره ده، سيالي د جغرافيوي چاپېرولو په وسيله ګاونډی هېواد له اقتصادي او نورو اړخونو څخه تر اغېز لاندې راځي. له چاپېر کړي هېواد سره ډېرې داسې نقطې په لاس وي چې پر چاپېر شوي هېواد باندې بریدونه ترسره کوي چې دا یا د اردو قرارګاوو او یا د ترانزیټي لارو د کنټرولولو له لارې د اقتصادي پرمختیايي امکاناتو د مخنیوي له لارې ترسره کېږي. نو په داسې شرایطو کې هندوستان د چین له خوا د چاپېرېدلو وېره لري او چین د امریکا له خوا د چاپېرېدلو وېره لري. چین په افغانستان کې د امریکا حضور او له سوېلي کوریا، جاپان، هندوستان او ټایوان سره نږدې اتحاد ته د خپل چاپېرېدلو په نظر ګوري. بل خوا ته هندوستان د چین له خوا په سریلانکا، برما او بنګله دېش کې جوړو شوو بندرونو ته د ځان انحصارېدو په سترګه ګوري؛ نو ځکه کله چې چین د ګوادر بندر جوړولو لپاره خپل پلانونه راڅرګند کړل، نو هندوستان پر نړیوالو فشارونو سربېره له ګوادر نه شاوخوا ۷۲ کیلومتره لرې چابهار بندر لپاره خپلې هلې ځلې پیل کړې.

د مرکزي اسیا سیمه د چین او هندوستان لپاره د خپل سیمه ییز نفوذ د پیاوړي کولو په موخه د محراق نقطه پاتې شوې ده. دا سیمه چی ورته د اروپا او اسیا زړه هم ویل کېږي، له طبيعي زېرمو نه ډکه ده او مهم جیوپولیټیکي او جیو اقتصادي ستراتیژیک اهمیت لري. هندوستان ډېرې هڅې وکړې چې د پاکستان له لارې افغانستان او د مرکزي اسیا بازارونو ته ځان ورسوي. هندوستان د افغانستان- پاکستان د ترانزیټي سوداګرۍ په تړون (اپټا) کې د ګډون لپاره رسمي غوښتنه وکړه خو پاکستان همېش خپل مخالفت څرګند کړی دی؛ نو ځکه چابهار به د هند لپاره له پاکستان پرته د افغانستان او مرکزي اسیا بازارونو ته د دروازې حیثيت ولري.

بلخوا چین له مرکزي اسیا سره د خپلې پراخې سوداګرۍ د ځای پر ځای کولو لپاره پر ګوادر بندر باندې تکیه کوي. په ۲۰۰۲ کال کې چین د ګوادر بندر د جوړولو لپاره د مالي او تخنیکي زېرمو کارول پیل کړل. د پاکستان په خاوره او عربي خلیج کې یې د بندر جوړولو لپاره د ټولټال ۲۴۸ میليونه ډالرو د لګښت ۸۰ سلنه برخه یې پر غاړه واخيست. د یو بل په مقابل کې جوړ شوي چابهار او ګوادر بندرونه به دواړو یادو هېوادونو ته دا امکان برابر کړي تر څو له مرکزي اسیا نه طبيعي زېرمې وارد کړي او هم دغو بازارونو او اروپايي بازارونو ته خپل تولیدات صادر کړي.

په سیمه کې د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ ستراتیژیکې سیالۍ د افغانستان لپاره د پام وړ اقتصادي فرصتونه برابر کړي دي. په وچه کې د ایسار هېواد په حیث، افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د سوداګرۍ لپاره پر پاکستان تکیه کړې ده خو د دواړو هېوادونو ترمنځ خرابو سیاسي اړیکو پر سوداګرۍ او ترانیزیټ ډېر منفي اغېز درلودلی او افغان سوداګرو ته یې لوړ زیانونه اړولي دي.

دغه راز د پاکستان له لارې د افغانستان او هندوستان تر منځ سوداګري د پاکستان له خوا د بې انصافه بندیزونو له کبله په ډېره ټیټه کچه کې پاتې شوې ده او د ډېرو سترو مالي او اقتصادي ګټو مخه یې نیولې ده. په دې سیاق کې به چابهار له افغانستان سره د دې ستونزې په حل کې مرسته وکړي او د یوې بدیلې لارې په توګه به له هندوستان او نورو هېوادونو سره د سوداګریزو چارو په ترسره کولو کې مهمه ونډه ولري. دغه راز د څو هېوادونو له خوا د افغانستان له لارې سوداګري به له ترانزیټي فیس او مالیو ملي صندوق ډک کړي. بلخوا چابهار په ازاد صنعتي او سوداګریز زون کې به افغان سوداګرو لپاره د پانګې اچونې ګڼ امکانات برابر شي.

افغانستان له طبيعي زېرمو ‌ډک هېواد دی، خو دا طبيعي زېرمې را ایستل او بیا نورو هېوادونو ته لېږدول یوې باوري لارې ته اړتیا لري. چابهار بندر به د افغانستان لپاره لارې پرانیزي تر څو خپل معدني توکي استخراج او صادر کړي او هم د دغه کار لپاره د اړینو ترانسپورټي زېربناوو د جوړولو امکانات برابر کړي. په بامیان ولایت کې د حاجیګک کان له زر ميلیارده ډالرو زیات ارزښت لرونکي اوسپنه او نور معدن لري. یو هندوستاني کنسرسیوم (د څو کمپنیو نه جوړه شوې کمپني) چې په راس کې يې د هندوستان سټېل اتهارټي اف انډیا لیمیټید کمپنۍ ده، د دغو معدنونو حقوق ترلاسه کړي دي. له دې سره یو ځای هندوستان پلان لري چې ۹۰۰ کیلومتره اوږده د رېل پټلۍ جوړه کړي چې حاجيګک کان به د چابهار له بندر سره ونښلوي، دا د رېل پټلۍ به د ۱.۸ ميلیارده ډالرو د اوسپنې/ پولادو پروژه فعاله کړي.

د چابهار بندري پروژې کامیابه پلې کېدل او فعاله کېدل به د افغانستان اقتصادي پرمختګ او له سیمې سره یو ځای کېدلو پر لور یو مهم ګام وي. د زېربنا دغه لویه پروژه ډېر پوټانسیال لري تر څو په سیمه کې د لوبې بدلولو او سوکالۍ لامل وګرځي. خو د افغانستان او سیمې سیاسي او امنیتي وضیعت کولی شي د کار د پرمختګ مخه ونیسي؛ ځکه اړتیا ده چې د سیمې او نړۍ هېوادونه په ګډه کار وکړي تر څو د پروژو پلان شوې ګټې په عمل کې ولیدلی شي.

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

http://www.20script.ir