صفحه نخست / تحلیل / مطالب / نشنلیزم / ژباړه

نشنلیزم / ژباړه

ژباړه

د نشنلېزم وېی

د نشنلیزم ویی (کلم ه) له دوه برخو نشن او ایزم څخه جوړشویدی. ایزم دګروهنیزو آرونو په معنی دی چې په ډیرو ویوکو پسې د وروستاړي  په توګه  تړل کیږي. لکه سوسیالیزم ، کمونیزم او …  خو نننۍ  نشن  هغه ټولي ته ویل کیږي چې په ټولیزه  توګه  د ګډو کلتوري  او تاریخي  تړاوونو  لرونکي  وي  او له سیاسي نظره خپواک او یاپه ځان د واکمنۍ دلاسته راوړلو په هڅو کې وي .

تردوولسمې میلادي پېړۍ  پورې د نشن  ویوکۍ  د نژاد او نسل په  معنی وو اوپه شپاړسمه  پېړۍ کې یو مهم سیاسي  ټولي ته  کاریدلو خو له  اوولسمې پېړۍ  وروسته  یې  په  تدریج  سره نننۍ معنی خپله کړه .

نشنلیزم (ملت پرستي )

    نشنلیزم دنړۍ په تاریخ کې یوه له مهمو سیاسي ښکارندو څخه ده . داښکارنده چې د (پېړۍ دسیاسي بم) لقب یې خپل کړی ، دوه متضادې څېرې لري . کله چې نشنلیزم د حکومتونو رسمي خط مشې ګرځي او دملتونو ترمنځ د بېلتون او جګړې لامل ګرځي منفور ايډیال او کله چې د یووالي او له ښکېلاک څخه د ملتونو دخپلواکه کېدولامل ګرځي مطلوب ايډیال بلل کیږي . دادوه څېرې دنشنلیزم دمبهم تعریف له کبله دي چې ترننه وړاندې شويدي .

     نشنلیزم له هغوایډیولوژیوڅخه دی چې د۱۹۴۰ مو او ۱۹۴۹ مو کلونو تر منځ رامنځ ته شویدی .  اوپه نړیوال ډګر کې یې دځینوبدلونونولپاره زمینه برابره کړه ، نشنلیزم دبهرنیوسیاستونو اونړیوالو اړیکو کې دبدلونونو یو مهم لامل ګڼل کیږي  لکه څرنګه چې له نولسمې پیړۍ وروسته په نړیوال سیاسي ډګرکې دزیات شمېر نووو هیوادونو درامنځ ته کېدو لامل شو .  داښکارنده د لویو امپراتوریو د له منځه تللو او په آسیا ، افریقا او منځني ختیځ کې داروپایي ښکېلاک دماتولوسبب شوه چې په پایله کې یې زیات شمېر هیوادونو خپلواکي ترلاسه کړه . نشنلیزم  دبهرني سیاست په ډګرکې هم  د یوموټي کېدلو ، ګډژوند اود سیاسي  اوټولنېزو ارزښتونو په  بنسټ ولاړ و  نظامونو درامنځ ته کېدلو لامل  وو .

    نشنلیزم  په پاړسي کې په  (ملت پرستۍ) ژباړل شویدی ، او د یوې ځانګړې واکمنۍ (معمولا  زیږنځای) اومرکزي حکومت په نسبت دیوې ټولنې په وګړو کې  د توان اوځواک احساس دی  ، دلمړنیواو ښکاره نښانو له مخې داسې احساس دی چې خپلواکۍ آزادۍ غوښتلو او مرکزي حکومت ته ژمنتیا ده یعنې هغه حکومت دی چې په یو ډول دخلکو لخوا ټاکل شوی وي  .

    دبهرني سیاست یو څیړونکی  لرچ  (Lerche) باوري دی چې نشنلیزم یو احساس دی چې دوګړو یوه ډله  د ګډو عمومي اوټولنیزو موخو د لرلو له امله سره یو ځای کوي …

    کُهِن هم باور لري چې نشنلیزم یو رواني حالت دی چې په هغه کې دټولنې وګړي د خپل ټاټوبي په نسبت ترټولو زیاته ژمنتیا احساسوي .

    یوبل څیړونکی شیفر وایي : نشنلیزم هغه احساس دی چې د هیواد سیاسي او کلتوري ارزښتونه ورته دنورو هیوادونو  دسیاسي او ټولنیزو ارزښتونو له نظام څخه ډېر غوره ښکاري . که نشنلیزم دسیاسي غورځنګ له لیدلوري ترنظر لاندې ونیول شي په دې صورت کې دخلکو د یوې ډلې بیانوونکی دی چې د یو ځانګړي شخصیت په توګه ځان  دیوې ځانګړې لارې او دود باندې په ژوند کولو اړ بولي . نشنشلیزم دهیوادونو دکورني اوبهرني سیاست په ډګرکې  د یو نوي غورځنګ نښه ده . چې په اروپایي هیوادونوکې یې له نولسمې پېړۍ اوپه وروسته پاتې او ښکیلاک شوو هیوادونو کې یې له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته وده وموندله . پداسې ډول چې کولای شو ووایو د منځني ختیځ ، آسیا ، افریقا او لاتیني امریکا دټاټوبو داوسیدونکو د

خپلواکۍ ترلاسه کولو او آزادۍ غوښتلو ، چریکي جګړو ،نړیوالو پېښو زیاتره جرړې په نشنلیزم کې دي .

    په حقیقت کې دا احساس مرکب او دوه ګونی دی : یو د یووالي احساس دی چې دټولنې وګړي یې له یو بل سره دګډو ارزښتونو (تاریخ ، ژبې ، نژاد ، ګډدښمن ، عمومي کلتور) ددرلودلو او ګډو ګټو له امله دی چې لري يې . بل : دټولنې دوګړو د بنسټیز اختلاف احساس دی چې د نورو ډلو او ټولنو له وګړو سره یې په ځان کې ویني . پورتني احساسونه له لویو سیاسي او کلتوري پایلو سره مل دي چې له هغه جملې څخه د یو   هم له خپلې واکمنۍ او مرکزي حکومت سره داړیکې او ژمنتیا د ښودلو احساس دی  . دا ژمنتیا د کورنۍ د ټولنې ، دوستانو ، کلي ، ښار او ولایت په نسبت ډېره قوي ده .  دلرچ په نظر نشنلیزم ددوه ډوله پروګرامونو او اقدامونو لامل کیږي .

    ۱ .هغه پروګرام چې د پردو او بهرنیانو د ګواښونو او تېریو په وړاندې د هیواد له سیاسي او  ټولنیزو ارزښتونو څخه دساتنې او دفاع په هکله دټولنې وګړو ته متوجه دی .

    ۲ . هغه پروګرام چې دهغه وګړو او سیمو ملاتړ او پراختیاته چې هلته دنشنلیزم ارزښتونه  دقبول وړوي  مخه شي .

    که څه هم دا ایډیولوژي دملي ګټو په چوکاټ کې تعریف شوېده ، خو په زیاتو مواردو کې نشنلسټي غوښتنې د ملي ګټو په ساتلو ندي چاپېرې شوې ، بلکې زیاتره یې د تندلارۍ حالت خپل کړیدی او له وطن او هغه څه سره چې (دملي ګټوخوندیتوب) نومول کیږي افراطي مینه ښودل کیږي . ملي پرستي یا نشنلیزم په اوسنۍ نړۍ کې داسې بڼه غوره کړیده چې زیاتره یې خلک یو بدیهي امر ګڼي او اویو طبیعي څیز یې بولي .

    په افکارو او ګروهو کې دنشنلیزم نفوذ په دې اندازه دی چې ځینې یې یو ډول (دنیوي مذهب ) بولي او له نورو مذهبونو سره یې پرتله کوي . حتی کله کله نشنلیزم په اخلاقي او مذهبي باورونو هم پرمخ تابه پیداکوي او دهغه خوځنده ځواک د انسانیت خلاف کارونو لامل کیږي . زیاترو لیکوالو نشنلیزم  د یو ګروهنیز ایډیال په توګه په نړیوالو اړیکو کې یو زیان رسوونکی لامل بللی دی ، ځکه باوري دي چې نشنلیزم انسانان د بشرله دوستانه طبیعي عواطفو څخه لیرې کړي دي او لاسي جوړې شوې ژمنتیاوې یې په ځای تپلې دي . ځینو هم له نړیوالو مرستو او ملګرتیاوو سره دنشنلیزم په نه جوړښت (سازش )تکیه کړېده .

    ښکاره ده  چې نشنلیزم دخپل وطن او زیږنځای سره دمینې او د پاکو او نیکو احساساتو په معنی دی . خوشونې ده چې  همدا پاک او خوښ کړل شوي احساسات دخطرناکوموخو په چوپړ کې وکارول شي او دکرکې او تیتوالي د پراخیدلو لامل شي .

    د آلمان نازي او د ایټالیا فاشیست (توتالیتر) نظامونه د تبلغاتي موخو لپاره له بیرغ  ، دستورو او تشریفاتو څخه معمولي دي . اوددې ډول نظامونو تجربې ښوولې ده چې کیدای شي د بدو او ظالمو نظامونو څیره په نشنلیزم ښکلې او رنګینه وښودل شي . که څه هم نوی نشنلیزم له آزادی او دموکراسۍ سره په ارتباط کې بولي خو زیاتره باوري دي چې کیدای شي نشنلیزم د آزادی او دموکراسۍ په زیان وکارول شي او دآزادۍ دپراختیا په ځای دهغه د محدود کېدلو لامل شي .  حتی ځینې دې پایلې ته هم رسیدلي دي چې نشنلیزم په تېره بیا په افراطي حالت کې غالبا د جګړې او کړکیچونو له عمده عواملو څخه وي او په همدې دلیل باید دیو خطرناک ځواک په توګه ورته وکتل شي .

    په خواشینۍ سره تبلیغاتي دستګاوې په نړیواله سویه د حقایقوپه داسې پټولو او د پیښو داسې په زړه خبرې کوي چې دزیاتروخلکو لپاره ریښتینۍ ریفري توب ستونزمنوي . که نشنلیزم ددې فجایعو لامل دی نو باید وکتل شي چې دنورو سیاسي مکتبونو په څیر له بهره په ټولنه کې نفوذ کوي او که دننه په ټولنه کې وده کوي .

    دوروستیو پېړیو تاریخ ښیي چې ټول سیاسي مکتبونه پخوا تدوین شوي وو او د پوهانو دافکارو زیږنده دي او بیایې ځنیې ډلو دهغه دتحقق لپاره هڅې کړیدي . په داسې حال کې چې نشنلیزم لمړۍ تحقق وموند اووروسته هڅه وشوه چې یو ایډیولوژیک چوکاټ ورته ومومي . دا خبره پدې وخت کې دنشنلیزم په خپل پایښت او خپلواکۍ دلالت کوي او دنشنلیزم بیلګې  له ټولنې سره دهغه له تړاوه پرده پورته کوي په همدې دلیل نشنلیزم له موږ والي او زموږ والي پرته علمي او خپلواک غور او بیاکتنې ته اړتیا لري .

    دعلمي او غیراحساسي سرچینوکموالي ته په کتنه مالومیږي چې نشنلیزم اوس هم ناپیژاند او مبهم دی . هرڅوک له خپلو سیاسي او کلتوري تړاوونوسره سم ددز ښکارندې په اړه خپل نظر څرګندوي او دایې لابله چې خپل نظر سم او کره هم بولي .

    نشنلیزم ملي واکمنۍ له ادعاسره سم دتاریخ د دودیزو حکومتونو په مقابل کې ولاړدی چې په معمول ډول په ټولنه کې محدودیتونه دواک او حکومت لپاره اړین بولي (البته ملي واکمني له ولسي واکمنۍ سره برابره نده ؛ بلکه دپردۍ واکمنۍ لیرې کول دي ) داچپه اچوونکي حکومتونه دخپل چلنددتوجیه لپاره له نشنلیزم څخه په کاراخیستلو او دنورو ملتونو دحقوقو په پایمالولو اخته دي . البته حکومتونو تل هڅه کړې او اوس هم هڅیږي ترڅو په هره توګه چې کیږي خلک له ځانه سره هم غږي کړي ، د (آلوین تافلر) په وینا حکومتونه دې موخې ته درسېدلو لپاره سیاسي پوهې او اطلاعات کاروي ، په پایله کې خلک له کره او سمې روزنې او اطلاعاتو څخه بې برخې پاتې کیږي او په ناپوهۍ او تیاره کې سرګردانه کیږي یا له لیرې د اور لمبو ته ګوري یا خپله پخپله په لمبو کې ګیریږي  ، نوڅنګه کولای به تمه وشي سم ریفریتوب ومیندل شي .

     دآلمان خلکو داسنۍ پیړۍ په لمړۍ نمایي کې دنازیانو دتبلیغاتو تراغیز لاندې خپل خلاصون او آرامي دنورو په اسارت کې لیدله . بالاخره یې هم خپله او هم نړیوال کشلوته ورټیل وهل . همدا لامل دی چې د انحصارغوښتونکو د بدو روزنو له امله نشنلیزم د ابهام په پردوکې نغښتی دی . په همدې دلیل دهغه پردو له  ټولولو  پرته  شونې نده چې دهغه  واقعي ماهیت او تاریخي  رسالت درک کړای شي او له بېلابېلو کلتورونوسره  دنشنلیزم تړاو وجاجول شي .

 

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

http://www.20script.ir