صفحه نخست / جهان / آمریکا / د ډونالډ ټرامپ پر مالياتي پرېکړو د جي اوه مالیې وزیرانو سختې نیوکې

د ډونالډ ټرامپ پر مالياتي پرېکړو د جي اوه مالیې وزیرانو سختې نیوکې

 

د امريکا د زېرمو وزير سټيو ميوچين د امريکا له لوري د وسپنې او المونيمو پر وارداتو د نويو ماليو لگولو  پر سر  د جي _٧ هېوادونو يا د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو د ماليو وزيرانو  له غوسه ناکو نيوکو سره مخامخ شو.

د کاناډا ويسلر کې د جي ۷ هېوادونو د ماليې وزیرانو ليدنه ډېره توده وه. اروپايي اتحاديې او کاناډا د غچ اخيستنې گواښ وکړ. د فرانسې د ماليې وزير برونو لي ماري خبردارى ورکړ چې که امريکا يې انديښنو ته ځواب ورنکړي نو څو ورځو کې به سوداگريزه جگړه پيل شي.

د کاناډا د مالي وزير بل مورنو وويل، دوى غواړي چې پيغام یې ولسمشر ټرمپ ته ورسول شي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر برونو لي ماري دغه راز د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ پر هغه پرېکړه چې پر پولادو ۲۵ سلنه او پر الومينیم ۱۰ نوې ماليه لګوي نيوکه وکړه او خبرداری يې ورکړ چې په څو راتلونکو ورځو کې به سوداګريزه جګړه پیل شي.

له دې سره سره ښاغلي ټرامب یو وار بيا ټینګار کړی چې نورو هېوادونو د کلونو لپاره له امریکا ګټه وړې او اوس “د درایت وخت رارسېدلی”.

ولسمشر ټرمپ ویلي پر پولادو او الومينیم د ماليې لګول د هغه د هېواد د پولادو د صنعت د ژغورنې لپاره اړین ګام دی. هغه ویلي د ماليې لګول د نورو هېوادونو لپاره هم د دوی بازارونو ته د امریکا د ورتګ د مخنيوي لپاره کارول کېږي.

ټاکل شوې راتونکې اونۍ د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو سرمشریزه په یاد هېواد کې جوړه شي او تمه ده چې ولسمشر ټرامپ به پکې د نړۍ د صنعتي هېوادونو له مشرانو سره په داسې حال کې وګوري چې په سنګاپور کې به يې د شمالي کوريا له رهبر کېم جونګ اون سره کتنې ته یوازې دوه ورځې پاتې وي.

 

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

http://www.20script.ir