صفحه نخست / جهان / آسیا / د افغانستان او ترکيې اړيکو ته لنډه کتنه

د افغانستان او ترکيې اړيکو ته لنډه کتنه

 

د افغانستان او ترکيې اړيکې د دواړو هېوادونو د خپلواکۍ له ورځو څه موده وروسته د واکمنو لخوا له په رسميت پېژندنې سره پيل شوې او د دوستۍ د تړونونو او نږدې اړيکو په ګډون له ترکيې سره په اړيکو کې ډېرې هسکې ټيټې لري چې د دې اړيکو نوى فصل په افغانستان کې د حامد کرزي په مشرۍ د نوي حکومت په واک ته رسېدو سره پيل شو او پکې د افغانستان له لوري نوي ملي حکومت او د ترکيې له لوري د عدالت او توسعې ګوندونو هڅه وکړه چې د دواړو هېوادونو تر منځ تاريخي او مهم اړيکي بيرته ورغوي.

پدې مهال کې په ټولنيز او اقتصادي ډګر کې د افغانستان د لوري هغه اړتيا چې د بيارغونې په ګډون يې په بېلابېلو برخو کې درلوده له يوې خوا او د ترکيې د ټکنالوجۍ او اقتصادي پانګونې لپاره زمينه له بلې خوا د دې لامل شوه چې دا اړيکې په پراخه کچه د دواړو هېوادونو ترمنځ وغځېدې.

دغه راز د ترکيې اړيکې په اغېزمن ډول په سياسي او امنيتي او دغه راز په ټولنيز او اقتصادي برخو کې پداسې ډول پر مخ تللې چې د ټولو لورو باور يې هم ځان ته جلب کړى دى.

د افغانستان او ترکيې د اړيکو په بحث کې که سړى دې ټکي ته متوجه کېږي چې ترکيه له افغانستان څخه څه غواړي دې ته پام اوړي چې ترکيه له سيمې هغه خوا په نړيواله کچه اقداف لري او له بلې خوا د اسلامي نړۍ د يوه مطرح هېواد په توګه د اسلامي نړۍ د مشرۍ امتياز هم غواړي او له ټولو مهم دا چې که دا څيزونه غواړي په افغانستان کې د جګړې او ناورين پاى ته رسول هم دوى ته ګڼې ګټې لري چې پدې برخه کې کار کوي.

هغه ګډولې چې له ترکيې سره لرو په پوره پېمانه پياوړې دي مذهبي او تارخي ګډولې له دې هېواد سره لرو او د تضاد ډېر کم ټکي لدې امله چې افغانستان په نړيوالو موضوعاتو کې بې نظره هېواد  دى او په سيمه ايزه کچه هم د ترکيې له ګټو سره کوم تقابل نلري پدې دوه اړخيزو اړيکو کې موندل کېږي.

د افغانستان او ترکيې د ګټو د اشترک نور ګڼ ټکي هم موندلاى شو چې يو يې هم په افغانستان کې د ازبيک، او نورو ترک توکمه قومونو شتون دى چې ترکيه د ازبکستان هېواد په څير پدې ټوله سيمه کې پدې برخه کې لېوالتيا ښيي او پدې ټولو سربېره ترکيه په افغانستان کې له ټولو قومونو سره د خپلو فرهنګي او ټولنيزو ګډولو له امله ښې اړيکې پالي او افغان لورى هم ورته نظر لري.

پدې ټولو سربيره د افغانستان او ترکيې په اړيکو کې مهم ټکى د افغانستان پاکستان او ترکيې تر منځ درې اړخيزې ناستې دي چې له دوه زره اووم کال وروسته په منظم ډول ترسره کيږي او دا د افغانستان د لانجې د حل لپاره د ترکيې ستر نوښت ګڼل کېږي چې په سياسي، اقتصادي، امنيتي او نورو اړوندو موضوعاتو پکې خبرې کيږي چې د وروستۍ ناستې په جريان کې يې له طالبانو سره د خبرو او په ترکيه کې د هغوى د دفتر د پرانستل کېدو او له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې اړتياوې هغه څه دي چې د لاسته راوړنې په توګه ترې تر لاسه شوي دي.

په هېواد کې د ښکېلو لورو تر منځ گڼ سو تفاهمات او د همغږيو نشتوالى او د افغانستان د برخليک په اړه اوسنۍ ستونزې له يوې خوا، د افغانستان پاکستان او ترکيې د درې اړخيزو ناستو د نوښت په ګډون د افغانستان په اړه د ترکيې د منفي سياستونو د نشتوالي يا لږوالي او په تېره بيا په ترکيه کې د واکمن ګوند د منځلارو سياستونو له امله په دغه هېواد د افغانانو او دغه راز په هېواد کې د ښکېلو لورو باور له بلې خوا د منځګړتوب په رول کې د ترکيې په لور د ټولو پام ځان ته ګرځولى.

د دې ترڅنګ د افغانستان د اوسني حالت او دغه راز له هېواد څخه د نړيوال ايتلاف د ځواکونو له احتمالي خروج وروسته د هېواد د حالاتو په اړه د افغان دولت او نړيوالو متحدينو او دغه راز خپله د ترکيې اندېښنې هم د دې لامل شوې چې ترکيې ته د افغان حکومت له لوري د دريمګړي په توګه د رول ورکولو غوښتنه رامنځته شي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ د اوږدمهاله اختلاف د له منځه تګ لپاره د پياوړي درېيمګړي د شتون اړتيا له يوې خوا او د ترکيې د نوي بهرني سياست د موسس احمد داوود اغلو د دکترين له مخې چې په سيمه کې انډول سياست غواړي او دريمګړتوب د دغو آرونو اډانه جوړوي او ورسره د ترکيې رول د افغانستان او پاکستان په موضوع کې هم پوره قدعلم کوي.

له ترکيې سره په اړيکو کې د افغانستان نورې ګټې د ترکيې پياوړي اقتصادي، ټولنيز، سياسي او جغرافيوي موقعيت ته په پام سره په کلي ډول داسې شمېرلاى شو چې موږ په ګڼو برخو کې د ځوانو فعاليتونو په درلودلو سره له ترکيې سره په اړيکو کې د تجربو د لېږد، اقتصادي ودې او راکړې ورکړې په ګډون ګڼې ګټې لرو.

يو شمېر څيزونو ته بايد موږ هم متوجه وو چې په سياسي صحنه کې له قومونو سره د بهرنيو هېوادونو لخوا د هغه هېواد د ګټو له مخې نږدې کېدل په راتلونکي کې د ستونزو لامل نشي.

خو په پاى کې سړى ويلاى شي چې تر څو زموږ ملي ګټې له بلې هرې ګټې مخکې نه وي او په بشپړه خپلواکۍ نوښتګر او مبتکر بهرني سياستونه ونلرو دا اړيکې به زموږ په ګټه نه وي بلکه که د هغوى منافعو زموږ له منافعو سره ټکر نه درلود موږ به ترې ګټه اخلو کنه نو زيان به يې زغمو، د ترکيې په اړه هم سړى ويلاى شي چې همدا اوس له ترکيې سره زموږ اړيکې په بريالۍ توګه روانې دي خو په موږ پورې اړه لري چې راتلونکى مو څرنګه په ذهن کې دى او ورته کار کوو.

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

http://www.20script.ir