صفحه نخست / جهان / نړېوالیدل (globalization)

نړېوالیدل (globalization)

 

 

نړيوالیدل یا نړيواليدا د ګلوبلایزیشن انګلیسي کلمې پښتو مانا ده؛ چې ګلوبلایزیشن په ګلوبلایز (globalize) کلمه کې ریښې لري چې په اجتماعي او اقتصادي سیستمونو کې د يوې نړيوالې شبکې او جال د پنځيدو په مانا تعبیريږي.

نړيوالیدا یا ګلوبلایزیشن د نړيوالو نظرونو، تولیداتو، ایډیاګانو او د کلتور د نورو بیلابیلو اړخونو د راکړې ورکړې او نړيوال نږدې تابه پروسې ته وايي چې يو څه کوټلي انداز کې د ترانسپورټ، پوهاوي، بنسټیزو چارو د بې سارې ودې له امله را پيدا شوو اقداماتو لکه د انټرنیټ وده او يا هم کلتوري او اقتصادي ګټې شرېکول پکې د پام وړ دي.

دا کلمه په ننني تعبیر په ۱۹۳۰ کال د نوې پوهې په نوم يو لړ انتشاراتو کې راغی چې په پوهه کې د انسان د تجربې ګڼ اړخونه نندارې ته کیږدي.

د انسانانو تر منځ راکړه ورکړه له زرګونو کلونو راهیسې روانه وه، ورېښم لویه لاره يې ډیره ښه بلګه ده چې اسیا، افریقا او اروپا يې سره تړلي و او د هغه وخت د نړۍ علم، مذهب، ژبه، هنر او د کلتور بیلابیل اړخونه يې سره تړلي او شریک کړي و.

په پنځلسمه او شپاړسمه پیړۍ کې اروپایانو د نوې نړۍ يا امریکا په لور مهمې موندنې ودرلودې او په دې پیړیو کې د خلکو، موادو او افکارو د لیږد را لیږد مهم وخت و. د نولسمې زیږيدي پړۍ په لومړیو کې د ترانسپورتیشن د نوي ډول او دغه راز د ټیلي کامیونیکشن يا ټولیز اړيکتيايي سیستم په ودې سره په نړيواله کچه واټونونه لنډ شول. په شلمه پیړۍ کې سړکونه او هوايي کرښې او د ترانسپورت لا ګړندیتوب او په انټرنیټ او مبایل کې د پرمختګونو له لارې میلیارډونه خلک له یو بل سره وتړل شول چې دا د نړیوالیدو په پروسه کې بې ساری بلل کیدای شي.

په دې وروستيو لسيزو كې د هيوادونو ترمنځ د مقابل پيوستون، اقتصادي او سوداګريزې آزادۍ او د اقتصادونو نړيوالېدو زور اخيستى.

له وارداتو د واټن په اخيستلو او د صادراتو د پراخوالي په لور چټكه ځغاسته هم ددغه پړاو له نورو ځانګړنو څخه دي.

په دغه بدلونونو كې يو هغه مهم بدلون چې د ډيرو پام يې ځان ته اړولى دى نړيوالېدل دي.

په وروستيو كلونو كې د نړيوالېدو په اړه زياتې مطالعې ترسره شوې دي او ډېرو كسانو د دغه مهمې نړيوالې موضوع په اړه څيړنې او شننې كړې دي.

نړېوالېدا يواځې اقتصادي او سوداګريز اړخونه نلري بلكه په نورو علومو په تېره بيا د كلتور ، اړيكتيايي ، ټولنپيژندنې ، سياسي علومو او نړيوالو اړيكو په برخه كې يې هم خپل اغيز ښندلى دى.

ددغه ښكارندې سوداګريزې او اقتصادي برخې زيات شمېر مثبتې او منفي اغيزې هم لري . دا چې د نړيوالېدو اصلي زړى سوداګريزه آزادي او په نړيواله سويه د پيژندل شوو آرونو په بنسټ د سيالۍ پراختيا يعني مطلق او نسبي مزيت جوړوي ، له همدې كبله د تعريف او نظري له پلوه پورته ښكارنده په نړيواله سويه په لږه پانګونه د توليد د زياتوالي د سم هدايت په بڼه كې د سرچينو د كارند تخصيص او مصرفوونكو د سوكالۍ لامل كېدى شي خو له هغې بيا د عادلانه استفادې لپاره هم اړينه ده چې بیلابیل هېوادونه له دغو فرصتونو نه د استفادې وړتيا ولري او په نړيوالو سازمانونو کې د لوبېدو له قواعدو سره هم آشنا وي.

دا چې ګڼ شمیر هيوادونه بشپړې وړتياوې نلري او ډیری نړيوال سازمانونه هم د پرمخللو هيوادونو د ګټو د تامین په برخه کې ډیر فعال دي نو له دغو مزایاو د استفادې په برخه کې پرمختللي هيوادونه او وروسته پاتې هيوادونه مساوي ونډه نشي درلودلای او حتی دا د دې لامل کيږي چې يو شمیر هیوادونه څنډې ته کيږي.

نړيوالېدا له فرصتونو او ننګونو دواړو سره مله ده او په دې منځ کې هغه څه چې ډیر د اهمیت وړ دي هغه له فرصتونو ښه استفاده او له ننګونو څخه يې ځان بچ کول دي او دا په انفعالي سیاستونو نه کيږي بلکه ورسته پاتې هيوادونه لکه افغانستان باید په فعالانه ډول له دغو فرصتونو څخه د استفادې هڅه وکړي او له ننګونو څخه يې هم په فعالانه سیاستونو سره ځان وژغورلای شي.

په ملي کچه د نړيوالېدا له ننګونو سره د مبارزې لپاره مهم ابزار د رقابت پراخول دي چې د دغه هدف لپاره د خصوصي سکټور هوښیارانه او له ملي ګټو سره سم د ښه مدیریت له لارې د هغو پیاوړي کول کولای شي په دې برخه کې مهم رول ولوبوي.

په نړيواله کچه هم وروسته پاتې هيوادونه باید په نړیوالو فعالو سازمانونو کې چې په نړیوالېدا کې ډیر رول لري ځانونه ځای کړي او  له فرصتونو څخه يې د خپلو هيوادونو په ګټه استفاده وکړي.

په کار ده چې د نړيوالېدا د مطالعاتو ملي مرکز وجود ولري او په ډیره بیړه پدې برخه کې ګامونه واخیستل شي.

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

http://www.20script.ir