صفحه نخست / اخبار و رویدادها / د کوزی پښتونخوا قبایل هم لاړل

د کوزی پښتونخوا قبایل هم لاړل

مشتاق رحیم – د افغانستان د ډيپلوماسۍ مطالعاتو مرکز مشرتابه غړی

بې ځايه شوي

د کوزی پښتونخوا قبایلي سیمې چې هر وخت د هند انګریزي سامراج په مقابل کې لکه دیوال ولاړ وو او په کوزه پښتونخوا کې انګریز باندې یې سیمه کې خوب حرام کړی وو، په سیمه کې د روانو حالاتو له کبله پرته له کوم مزاحمت او خبرې اترې د پنجاب غیږې ته ولوید. نن د پاکستان پارلمان د خپل هیواد په اساسي قانون کې د بدلون پرمټ قبایل د پاکستان د خاوری برخه وګرځوله. د تاریخي تړونونو په رڼا کې باید په هره پریکړه کې د یادې خاوری د ولس نظر واخیستل شي او هم باید د دغه پریکړو په اړه د افغانستان د حکومت خوښه خو نن پرته له کومې مشورې او نظر غوښتنې دغه سیمه پاکستاني پارلمان د پاکستان د خاوری برخه وګرځوله!

قبایل او شالید:
د انګریز په هندوستان کې د واک ټینګولو نه وروسته تل تر تله د قبایلو لخوا ځپل شوی وو او د پښتونخوا قبایل انګریزي ښکیلاک دپاره په یو بد خوب بدل شوی وو. همدا لامل شو چې انګریزانو د سیمې خلکو باندې د ایف سي آر (FCR) ظالمانه قانون جاري کړ خو دغه قانون هم ګټه ونکړه. د ډیورنډ د تړون نه وروسته انګریزانو ته یوه اندازه زمینه مساعده شوه چې قبایلي سیمو لخوا خاطر جمع شي خو د غازي امان الله لخوا د افغانستان خپلواکي ګټلو څخه وروسته نویو تړونونو انګریزان په قبایلي سیمو بند کړل. د ۱۹۱۹ کال راولپنډۍ تړون په رڼا کې انګریزانو دا ومنله چې دوي به حق نه لري چې له خیبر پاس څخه پورته را تیر شي. د سیمې په اړه پریکړه وشوه چې دا سیمه به د خپلو مشران لخوا اداره کیږي او هیڅ ډول نظامي ځواک حق نه لري چې دغه سیمې ته لاړ شی. د انګریزانو نه وروسته پاکستان هم یادو تړونونو په رڼا کې برخورد کولو او آن د جناح او افغان استازي نجیب الله توروایانا ترمنځ یو بل لیک لاسلیک شو چې له مخې یې پریکړه وشوه چې قبایل به بلوچستان او صوبه سرحد سره نه یوځای کیږي.

بله خوا د پاکستان ۱۹۷۳ کال اساسي قانون لومړۍ ماده کې راغلي وو (هغه ماده چې نن تعدیل شوه) چې پاکستان د څلورو ایالتونو او قبایلي سیمو څخه جوړ دی یعني قبایل د نورو ایالتونو په څیر د پاکستان برخه نه دي. بیا د دغه اساسي قانون ۲۴۸ او ۲۴۹ مادې وایي چې د قبایلي سیمو په اړه پارلمان او ایالتي شورا حق نه لري چې هیڅ ډول پریکړه وکړي او دا به د پاکستان ولسشمر د پریکړو په رڼا کې اداره کیږي.

په ۲۰۰۱ کال کې په لومړي ځل پاکستاني پوځ (د قبایلو په تاریخ کې په لومړي ځل دباندې څخه پوځ دغه سیمې ته ننوت) د تروریزم سره د مبارزی په پلمه ننوت او تر ننه هلته پاتې دی. هر هغه مشر او ځوان چې په تیرو ۱۷ کلونو کې د قبایلي اصولو په رڼا کې د ژوند کولو کوښښ کړی د پاکستاني پوځ لخوا وژل شوی یا تښتول شوی!

پاکستان په تیرو ۱۷ کلونو کې د قبایلي سیمو څخه په افغانستان کې د تروریزم د خپرولو په موخه ګته پورته کړی او له دغه ځایه یې د خپلې ستراتیژیکی ژورتیا ایجنډا مخ ته وړی. بیا یې د همدې تروریزم په پلمه قبایلي خاوری لاندې کړي. پاکستان د کوزی پښتونخوا قبایل دې حال ته رسولي چې هرې لوبې ته غاړه ږدي او نن یې آن خپله آزادي هم له لاسه ورکړه خو د غږ کولو وړتیا نه لري.

آه قبایلو، زمونږ د تیرو څلویښت کلونو په خپلو کې د یو بل خوړلو او وژلو پور تاسې پری کړ! که مونږ د کمیونسټ او مجاهد، طالب او مفسد، طالب او کافر په نوم یو بل نه وی وژلی نو د ۱۹۲۱ کال په څیر به انګریز استازي محمود طرزي ته عاجزانه لیکلي وو چې مونږ هم د قبایلو خیر غواړو خو که دوي له اخ و ډب څخه لاس واخلي!!!!

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

http://www.20script.ir